د ښاروال ژوند لیک

ذبيح الله مجاهد:  نور ښاروالان دې هم د کابل ښاروال په څېر د ښارونو د آبادولو هڅه وکړي

 

د اسلامي امارت مرکزي وياند ذبيح الله مجاهد د کابل ښاروالۍ فعاليتونه ستايلي او نور ښاروالان يې هم لا ډېر کار ته هڅولي دي.مجاهد پر خپله اکس پاڼه ليکلي: (هيله کوو چې د ولايتونو ښاروالان  دې هم د کابل ښاروال په څېر د خپل ښار په جوړولو کې هڅه وکړي).ده زياته کړې، چې د هر ولايت ښاروالۍ د خپل ولايت او بازار په کچه ښه عوايد لري او يوازې له آبادۍ سره د ښاروالانو مينه او ليوالتيا غواړي.ذبيح الله مجاهد همدارنګه څرګنده کړې، چې خلک هم د آبادۍ انتظار باسي او په دې برخه کې ترسره کېدونکي فعاليتونه د چا له سترګو پټ نه دي.دا په داسې حال کې ده، چې دمګړۍ په پلازمېنه کابل ښار کې د بيارغونې او آبادۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي او د ښار بڼه ورځ تربلې د ښې کېدو په حال کې ده.