د کندز ښاروالی فعالیتونه په عید ورځو کی

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۳/۸ - ۱۳:۱۰
فعالیت های پرسونل تنظیف شاروالی در ایام عید سعید فطر

د کندز ښاروالۍ کارکوونکي د کوچني اختر په ورځو کې د خپلو محدودو امکاناتو او لږ پرسونل سره د ښاریانو په خدمت کې بوخته وه.

د کندوز ښاروال ديپلوم انجینر فرید احمد فضلي د ښاروالۍ د خدماتي پرسونل او کارمندانو سره په ګډه د کوچني اختر د رخصتیو څخه په ګټه اخیستنه د ښار بلابیلي سیمې لکه د نوآباد خواجه مشهد، د فاطمة الزهرا مکتب سړک، میدان پخته او د ښار نوري ګڼ شمیر سیمې د کثافاتو او خځلو څخه پاکي کړي. پدې برخه کې، د کندز ښاروالۍ د تنظیف او صفایي برخي کارمندانو په بشپړه لیوالتیا او ایماندارۍ سره حتی د کوچني اختر په ورځو کې، د ښار سړکونو مینځلو او پاکولو لپاره مټي را بډوهلي وي.

مونږ باید په داسي زیارکښو او فداکارو اتلانو چې شپه او ورځ د ښار په نظافت او پاکوالي که هڅي کوي ویاړ وکړو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۰/۳/۸ - ۱۳:۱۰
Background image

د کندز ښاروالی فعالیتونه په عید ورځو کی

د کندز ښاروالۍ کارکوونکي د کوچني اختر په ورځو کې د خپلو محدودو امکاناتو او لږ پرسونل سره د ښاریانو په خدمت کې بوخته وه.

د کندوز ښاروال ديپلوم انجینر فرید احمد فضلي د ښاروالۍ د خدماتي. . .

BACK TO NEWS